اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو لپا??ه د وزیر اعظ?? خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د خبريالانو قلم له د طاقت وركولو نه غير كوم هم حکومت مخ پھ وړاندې نه شي تللې ‘ خبريالان او سیاستمدار د يو ګاړې دوه پلونه دي ‘ دواړه په يو سوچ سره مخ په وړاندې تللو سره پاکستان د ستونزو څخه خلاصولې شي’ د اولس مقدمه مخ په وړاندې بوتلل د خبريالانو او سیاستمدارو دواړو شريكه ذمه واري ده۔ د شورو پھ ورځ د پارلیمنټری رپورټرز ایسوسی ایشن (پی آر اے) نوې ټاكلو عهدیدارو له د مبارکي وركولو سره هغه پریس لاؤنج ته لاړه او د پی آر اے صدر بهزاد سلیمی’ عمومي سيكتر اېم بی سومرو پشمول ټولو نوو ټاكلې شوو عهدیدارو له ئې مبارکي وركولو سره ووئيل زه د خبريالانو س??ه د يووالې څرګندونې له راغلې يم۔دې ووئيل د رايو په ازادۍ س??ه د څرګندولو مرسته كول زمونږ بنیادی ذمه واري ده۔ دې ووئيل 2013ء نه تر 2018ء پارلمان كښې نه ووم پاتې خو بيا هم زما د خبريالې ورورلۍ س??ه رابطه وه۔ دې ووئېل وزیراعظم ما له د ذمه وارۍ س??ه او اختیار هم راكړې او د دغې اختیار او ذمه وارۍ تر مخه به د خبريالانو مسئلې حل كولې شي ۔دې ووئيل پاکستان د ستونزو څخه وېستلو او د پاکستان د اولس مقدمه مخ په وړاندې بوتلل د سیاستمدارو او خبريالانو شريكه ذمه واري ده، د اطلاعات وزارت کار سهولت کاری ده ،مونږ د خبريالانو په طاقت باور لرو۔ دې ووئيل بايد د پارلمان قیمتی وخت يواځې د اولسي ښېګړې لپاره وكارولې شي،ميرمنو خبريالانو له زياته موقع وركولو ته اړتيا ده ، دې ووئېل خبريالان زمونږ طاقت دے۔ دې ووئيل صحافتی تنظیمونو له به هم ټولو چارو كښې آن بورډ پاتې كيدل وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات خاص مرستيالې ووئيل تيره ورځ ما د ”اے پی پی” په اړه بریفنګ اخستې۔ هغې د ”اے پی پی” انتظامیې ته ځينې ذمه وارۍ سپارلې دي او ډير زر به زه د ”اے پی پی” دورہ کولو س??ه د صورتحال ښه كولو لپاره خپل كردار ت??سره كړم۔ دې ووئيل پی ټی وی يوه مهمه ادا??ه ده او پھ هغې كښې ښه والې له كار كوو۔هيله لرو چې ډير زر به صورتحال ښه شي۔