تهران 22 اپرېل (اے پی پی) پاک??تا?? او ایران امنيتي مرسته زياتولو ٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې پولې ساتنې له جوائنټ رېپډ اېكشن فورس جوړولو ته صلاح شوي دي ‘ د دواړو هېوادونو مشرانو دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي اړيكو لا مستحكمولو ته هم اتفاق كړې ٬ دواړه هېوادونه به خپله خاوره ترهګرۍ له د كارولو اجازې چا له ورنه كړي٬ او د دواړو هېوادونو سيكورټي چيفس به د مرستې لارې لټولو له خبرې اترې كوي دغسې دواړه هېوادونه به خپله خاوره د يو بل په ضد كارولو له هم نه وركوي ٬ فلسطینانو سره ډېره ناانصافي شوې ٬ د اسرائيل لخوا د ګولان په غرونو غېر قا??ون?? قبضه ٬ يروشلم خپل پايه تخت جوړول او د نړيوال قانو?? خلاف ورزۍ سره ??ه مېنځني ختيز كښې بې يقيني لا زياته شي ٬ د هند ظالم وسله وال پوځ په كشميريانو ظلمونه كوي ٬ د هند د جابر پوځ د لاسه 70 زره كشميريان شهيدان شوې ٬ د كشمير كشالې يوازې حل خبرې اترې او سياسي تصفيه ده نه چې د طاقت كارول ٬ د كشمير كشالې هواري سره به نيمه اوچه مخ په وړاندې لاړه شي چې ورسره به ټولې منطقې او ايران ته هم ګټه ورسي۔ وزیراعظم عمران خان د ایران اولس مشر حسن روحاني سره خبري كنفرنس ته د وېنا په مهال هيله ولرله چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ باور زيات شي او دې غوره نتيجې ته به رامخې ته شي۔ ده ووئيل د پاك??تا?? موجوده حكومت هېواد كښې كومه هم عسكري ډله نه پرېږدي او داسې د كوم بهرني فشار لامله نه كوي بلكې د ټولو سياسي ګوندونو په صلا ح سره دا پرېكړه شوې چې مونږ به چاته د چا په ضد د خپلې خاورې كارولو اجازه نه وركوو۔ وزيراعظم ووئيل د تېرو 10 څخه تر 12 كلونو په مهال پاك??تا?? ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې او د ترهګر بريدونو په نتيجه كښې 70 زره پاك??تا??يان شهيدان شوي۔ ده ووئيل مونږ افغان??تا?? څخه زيات خوش قسمته يؤ كوم چې سره د نېټو او د افغان امنيتي ځواكونو د قوت باوجود د پاك??تا?? په ډول په عسكريت خوښۍ قابو اونه موندلو۔ وزیراعظم عمران خان د ايراني اولس مشر حسن روحانی په بلنه دوه اړخيزه او تجارتي اړيكې مضبوطولو له خپل پلاوي سره د ايران په دوه ورځنۍ سركاري دوره تللې۔ وزيراعظم ووئيل څو ورځې وړاندې ترهګرو د پاك??تا?? 14 امنيتي اهلكار ارماړه بلوچ??تا?? كښې شهيدان كړل۔ ده ووئيل مونږ ته معلومه ده چې ايران هم د ترهګرۍ ښكار پاتې شوې۔ وزیراعظم ووئيل افغان??تا?? كښې د 4 لسيزو څخه روان جنګ پاك??تا?? او ايران دواړه ځپلې دي۔ ده ووئيل افغان??تا?? كښې امن د دواړو هېوادونو په ګټه دے۔ ده ووئيل دافغان ستونزې سياسي حل له مرسته كولو له ??ه مونږ يو بل سره مرسته كوو ولې چې جنګ ځپلي افغان??تا?? كښې امن د پاك??تا?? او ايران دواړو په ګټه دے۔ د ايران اولس مشر حسن روحاني شريك خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل ایران پاک??تا?? د برېښنا وركړه يو په لس زياتولو له چمتو دے٬ دواړو اړخو د پاك??تا?? او ايران ترمېنځه د څيزونو وړلو راوړلو لپاره بارټر كمېټي جوړولو ته صلاح شوي٬ ده ووئېل چاه بهار او ګوادار بندرځائ به د دواړو هېوادونو د اولس په ګټه د رېلوے نېټ ورك سره تړلې شي