اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان پاکستان كركټ لوبډلې له په نړيوا?? كركټ جام كښې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره وئيلي دي د بريا قوي جذبه٬ منصوبه ??ندي او ټيم سپرټ په كاميابۍ ترلاسه كولو كښې كليدي كردار لري٬ ټول قام د كركټ لوبډلې كاميابۍ لپاره لاس په دعا دے۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې د پاکستان کرکټ لوبډلې او د پي سي بي انتظاميې سره كړې چا چې د جمعې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د يو ساعت نه په زياته غونډه كښې وزیراعظم د پاکستان كركټ لوبډلې غړو سره خپله تجربه ??يئر كړه او ورلډ كپ كښې د ښه لوبې كولو او كاميابۍ لپاره ئې دوي ته ګټورې مش??رې وركړې۔ د وزیراعظم لخوا د كركټ لوبډلې په ورلډ كپ كښې كاميابۍ لپاره ډاډګيرنه او د نيكو هيلو څرګندونې سره ووئيل د ټول قام دعاګانې ستاسو سره دي ٬ ګرده نړۍ كښې د هېواد او قام نمائندګي كول يو لوے اعزاز دے۔ وزیراعظم ووئيل لوبغاړي د قام سفيران دي او د ټول قام تاسو ته سترګې دي او هيلې لري٬ د خپلو صلاحيتونو ٬ سپورټس مېن سپرټ او خپل طرز عمل سره د پاكستان نامه روښانه كول دي۔ ده ووئيل چېمپیئن شپ ګټلو لپاره په قوي جذبه ??و منصوبه ??ندۍ مېدان ته اوځئ ۔