اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) خارجه سېكترې تهمينه جنج??عه وئيلي دې چې د هند بې بنسټه او جارحانه بيانونه سيمه ايز امن لپاره خطر دي٬ منطقه كښې اړي ګړي ته هوا وركولو سره به د ګټې په ځائې زيان وشي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې پلوامه كښې د بريد په اړه د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې د افريقا??ي هېوادونو او شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو سفيرانو ته د بريفنګ په مهال خارجه سېكترې تهمينه جنج??عه د پلوامه بريد نه پس د هند بې بنسټه او د تحقيق نه لرې تورونه رد كړي۔ دې ووئيل د تحقيق او د كوټلې شواهدو نه غېر د دې ډول پېښو په اړه په سمدستي توګه په پاكستان تورونه لګول تل د هند عادت پاتې شوې۔ منطقه كښې اړي ګړي ته هوا وركولو سره به د ګټې په ځائ زيان وشي۔ تهمينه جنج??عه سفيران خبرولو سره ووئيل هند د بريد پلټنې هم نه دي ك??ې او تور ئې په پاكستان لګولې۔ دې ووئيل د هند بې بنسټه او جارحانه بيانونه سيمه ايز امن لپاره خطر دي