اسلام آباد ۔ 15 جنوری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د بهاولپور ٬ ګوجرانواله ٬ لاهور او ساهيوال ډويژن سره تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښ?? ملاقات كړے۔ ملاقات كښ?? په قانون سازۍ ٬ د اولسي مسئلو په حل او د هېواد په مو??ود?? سياسي او معاشي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښ?? د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك ٬ د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ٬ د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان او چيف وهپ ملك محمد عامر ډوګر هم موجود وو۔ سپیکر په دې مهال خپلو خبرو كښ?? ووئيل پارلمان د اولس حقيقي نمائنده اداره ده او د دې د مضبوطيا او استحكام د لارې د اولس مسئلې حل كېدې شي۔ ده ووئيل اولس مونږ د خپلو مسئلو حل له ايوان ته رالېږلې يؤ او د دوئې د مسئلو حل بايد زمونږ تر ټولو وؤومبۍ ترجيح وي۔ ده ووئيل د قانون سازۍ د لارې د اولس مسئلې هم حل كېدې شي۔ اسد قېصر د غړو د قانون سازۍ عمل او د پوښتنو په دمه كښ?? د برخې اخستلو په سمدستي توګه د پام ګرځونې نوټس او التواﺀ تحريكونو د لارې د اولسي مسئلو حل كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل ډېر زر به مونږ د اولسي نوعيت 10 نه تر 12 بلونه ايوان كښ?? معارفي كړو۔ ده ووئيل دا مهال چې هېواد كومو چېلنجونو سره مخ دې د دې ختمولو له به مونږ ټولو له يو موټي كېدل وي۔ ده د اولس مسئلو حل له د غړو خپلو سيمو كښ?? اولس سره د رابطې زياتولو په په حاجت زور راوړو۔ غړو د قامي اسمبلۍ سپيكر مننه وكړه او د سپيكر په توګه ئې دده د بې پرې رويې ستائنه كولو سره ده ته د قانون سازۍ په عمل كښ?? د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ دوئي ووئيل ايوان ته حاضرېدل او د ايوان په ك??رروائۍ كښ?? بشپړه برخه اخستل د ټولو غرو قامي او اخلاقي فرض دے او مونږ به د دې فرض په ترسره كولو كښ?? هېڅ بې غوري نه كوو۔ غرو سپيكر د خپلو خپلو حلقو د مسئلو نه هم خبر كړو۔ سپيكر غړو ته د پېښو مسئلو حل له د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سره ملاقات كوؤنكو كښ?? سیّد فیض الحسن، چوهدری شوکت علی بھټی، برېګېډیئر (ر) راحت امان اللہ بھټی، محمد فاروق اعظم ملک، محمد عبد الغفار وټو، رائے محمد مرتضیٰ اقبال او سردار طالب حسېن نکئی شامل وو۔