اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)وزيراع??م هاؤس په اسلام آباد نېشنل پوهنتون (آئي اېن يو)كښې بدل كړی شو كوم به چې په هېواد كښې تحقيق لپاره تر ټو??و لويې سنټر آف ايكسيلينس وي۔د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا كښې د وزيراع??م هاؤس سركاري ودانۍ د اسلام آباد نېشنل پوهنتون پھ صورت كښې سنټر آف ايكسيلنس جوړولې شي كوم به چې د تحقيق په بنياد په پالېسۍ سازۍ كښې مرستې لپاره د هېواد تر ټو??و لويه اداره وي٬په دې كښې به څلور لويې څانګ?? وي چې پكښې ګورننس٬ډوېلپمنټ٬كلائمټ او ټېكنالوجي شامل دي??آئ?? اېن يو به په ابتدائي توګه په انسټي ټيوټ فار ايډوانسډ سټډيز مشتمل وي كوم به چې په پاكستان او نړۍ كښې د ورپېښو چېلنجونو او د دې د حل په لړ كښې د سائنس په بنياد كلن راپور حكومت ته وړاندې كوي۔وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د آئي اېن يو په اړه د پرانستې دوه ورځني كنفرنس غوندې ته وېنا وكړه او د تعليم په اړه يې د حكومت عزم او خلك د غربت نه ويست??و لپاره د انساني وسيلو پرمختګ په اړه خپل وژن په ډاګه كړو??آئ?? اېن يو به د تحقيقي پروګرامونو معيار جوړو??و لپاره په مهمو څانګو كښې د پي اېچ ډي په كچه پروګرام پېل كوي۔د آئي اېن يو ډيزائن به د ټولنې د خذمت په بنياد د تهرډ مشن آف يونيورسټي څخه پېل كېږي او بيا به سكينډ مشن ټيچنګ په پلو راوستلې شي۔په دې لړ كښې ټولو شراكتدارو د تعليم پوهانو او پالېسي جوړونكو سره مشوره شوې۔د كنفرنس پرانستې دستورې ته د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل چې وزيراع??م هاؤس په پوهنتون كښې بدلول د وزيراعظم عمران خان لوظ پوره كېدل دي۔وزيراعظم د خپل انتخابي كمپائن په مهال او بيا د وزيراعظم جوړېدو نه پس په خپله وړومبۍ وېنا كښې وزيراع??م هاؤس په سنټر آف ايكسيلنس كښې د بدلولو اعلان كړې وو۔ده په هېواد كښې د غريب خلكو حالات په نظر كښې ساتلو سره څو ځله خپل دريځ وړاندې كړې چې هغه به د وزيراع??م هاؤس پشان په ودانيو كښې نه پاتې كېږي۔د جمعې په ورځ د آئي اېن يو پرانستې كنفر??س ته په خپله وېنا كښې هم وزيراعظم داسې سركاري ودانۍ د نو آبادياتي دور علامتونه وګرځول او وې وئېل چې كه ده د وزيراع??م هاؤس په ودانۍ كښې استوګنه كوله نو كله به هم خوب نه و ورغلې