اسلا?? آباد 17 د??مب?? (اے پي پي)د اطلاعات ا?? خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په پارليمن?? هاؤس كښې په كيمره مينز تشدد كوونكي دې په 24 ساعتو كښې ونيولې شي او اېف آئي آر دې درج كړې شي٬د نواز شريف پرائيوېټ ګارډز د اړخه كيمره مينان پھ نښه كړی شوي د كومې چې غندنه كوو٬سباؤن كښې به پرائيوېټ ګارډز ته پارليمنټ ته د راتللو اجازه نه وي٬په هر سخت وخت كښې وېډيو جرنلسټس خپل فرائض ترسره كوي۔د ګل په ورځ د پارليمان په خوا كښې د اسلا?? آباد اېس اېس پي وقار خان سره د مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د نواز شريف پرائيوېټ ګارډز كيمره مينان په نښه كړي مونږ ئې غندنه كوو٬ ده ووئېل په صحافت كښې كيمره مي?? مهم كردار لري٬په هر سخت وخت كښې هغوي خپل فرائض ترسره كوي۔ ده ووئېل د ګارډ د بريد په نتيجه كښې د سماﺀ ټي وي كيمره مين علي زيدي او واجد پمز روغتون ته رسولې شوي او د هغوي اېم آر آئي شوې٬د هغوي زر روغتيا له دعا كوو۔وفاقي وزير ووئيل يو ګارډ په پښو ويستلو كښې بريالې شوې او بل د اسمبلۍ سېكورټي نيولې ٬ ده ووئېل د اسلا?? آباد اېس اېس پي دې پېښه كښې ككړ ګارډ په ضد د خبريالانو په خواست اېف آئي آر درج كړي۔