اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی ??ی)۔ د خارجه چارو وزارت چارواكې سيده فاطمي او ددې د خاوند شع??ب حسن د جنازې لمونځ ادا كړې شو۔ د خارجه و??ارت مشرانو چارواكو او ددوئي پسمندګانو د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ د سيد شع??ب حسن د جنازې لمونځ د اتوار په و??ځ ادا كړې شو۔ د خارجه و??ارت مشرانو چارواكو ٬ سفارتكارو او ملازمينو سره سره د ارواښادو پسمندګانو او د سيمې وګړو لويه شمېره كښې د جنازې لمونځ كښې ګډون وكړو۔ خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه د ارواښادې كور ته لاړه چرته چې دې غمژنې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ خارجه و??ير شاه محمود قرېشي هم د ارواښادې روح ته ثواب رسولو له دعا وكړه او ددې كورنۍ سره ئې غمرازي وكړه۔ وروستو د ارواښادې مړې اټك ته روان كړې شو۔ دا به خپل د پلار نيكه مقبره كښې خاورو ته سپارلې شي۔ سيد شع??ب حسن اېچ الېون مقبره كښې خاورو ته و??پارلې شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سيده فاطمي او ددې خاوند دواړه تېره و??ځ په حق رسېدلي وو۔ دواړه ښځه خاوند اوس اوس د واده نه و??وستو هنزه ته تلي وو ۔ د اطلاعاتو ترمخه دوئي د ځائي هوټل په كوټه كښې د ګاز ليك كېدو لامله مړه شوي وو۔