اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د حضرت محمدۖ په حيات طيبه او اسوه حسنه حقيقي تحقيق او سيرت په موثره ډول رامخې ته كولو لپاره د هېواد په دريو لويو پوهنتونونو كښې سيرت چيئرز جوړولو لپاره د پلان مرتب كولو امر كړے دے۔ ??زي??اعظم دا خبرې د لوړو زده كړو كمېسون (اېچ اي سي) چيئرمېن طارق بنوري سره د زيارت په ورځ ??زي??اعظم آفس كښې د ملاقات په مهال كړې۔ وزیراعظم ووئيل د سیرت چیئرز جوړولو مقصد د حضرت محمدۖ په حيات طيبه او اسوه حسنه جېنوئن ريسرچ او سيرت رامخې ته كول دي٬ ده ووئېل د حضرت محمدۖ همه ګير او جامع الصفات ذات مباركه په جېنوئن تحقيق او علم سره به نه يوازې انفرادي ژوندون له لارښوونه بلكې ?? اسلام په ضد د منفې ډنډورو مخ نيوي له مرسته هم ترلاسه شي۔ ??زي??اعظم ووئيل حضرت محمدۖ سره مينه د هر مس??مان د ايمان برخه ده۔ وزیراعظم ووئيل سږ كال د عید میلادالنبيۖ په موقع “رحمة اللعالمین کنفرنس” كولې شي چې مقصد ئې د سرور کائناتۖ سیرت مبارکه رامخې ته كول دي۔ د اېچ اي سي چيئرمېن وزیراعظم په وزیراعظم هاؤس كښې د پوهنتون جوړولو په منصوبه تر اوسه د پېشرفت نه هم خبر كړو