اسلام آباد ۔ 10 اکتوبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د قومي اسمبلۍ ريكوزېشن غ??نډه د شورؤ په ورځ د اكتوبر په 17 مه نېټه د ورځې 11 بجې پارلېمنټ هاؤس كښې رابللې ده۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ترمخه غونډه كښې به په قومي چارو غور كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې مسلم ليګ (ن) د اكتوبر په 7 مه نېټه د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره ملاقات كښې د قومي اسمبلۍ غونډې د رابللو ريكوزيشن ج??ع كړې وو۔ د قاعدو ترمخه د ريكوزيشن ج??ع كېدو نه وروستو په 14 ورځو كښې دننه سپيكر د غونډې رابللو پابند وي۔ د قاعدو ترمخه د قومي اسمبلۍ غونډه د 14 ورځو مو??ې ترسره كېدو نه وړاندې هم رابللې كېدې شي