ا??لا?? آباد 14 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د تركيې خارجه وزير ميولټ شاوس اوولو د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې ليدلي دي ۔د تركيې خارجه وزير د ا??لس مشر طيب اردوان د اړخه د پاكستان نوي قيادت لپاره د مباركۍ پیغام سره راغلې۔د تركيه خارجه وزير ډاكټر عارف علوي له په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د تركيې اولس مشر او اولس د اړخه يې د پاكستان نوي ټاكل شوي حكومت ته د نيكو هيلو پیغام ورسولو۔هغه د دواړ?? هېوادونو ترمينځه د ستراتېژېكي پارټنرشپ په اهميت زور راوړولو سره دې ته دا لا ودې وركولو هيله ولرله ۔هغه د خپل قيادت د ا ړخه د پاكستان نوي حكومت سره پھ ګډه د كار كولو خوښي ښكا??ه كړه او اولس مشر ډاكټر عارف علوي له يې د تركيې دورې بلنه وركړه۔ډاكټر عارف علوي رجب طيب اردوان له په ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړه۔ده ووئيل د دواړ?? هېوادونو ترمينځه اړيكې په شريكو خيالاتو اډانه دي۔ده د دواړ?? هېوادونو د ا??لس په ګټھ د پاكستان او تركيې ترمينځه پھ خاص توګه د تجارت په څانګه كښې د نزدې اړيكو په اهميت زور راوړو۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان به ډېر زر پاكستان ته په دوره راشي ۔