اسلام آباد 10ستمبر (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په مشرۍ كښې د ګل په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د انفارمېشن ټیکنالوجی او ای ګورنمنټ په اړه غونډه وشوه چې پكښې د قامی اسمبل?? سیکټريټ او انفارمیشن ټیکنالوجی بورډ اعلیٰ افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې س??یکر له د انفارمیشن ټیکنالوجی بورډ د ای ګورنمنټ په اړه بریفنګ وركړو۔ د قامی اسمبلۍ سپیکر په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل مونږ له به د نړۍ سره په ګډه تلل وي او دې لپاره ټیکنالوجی به هم د جدیدو تقاضو له مخې چلول وي۔ د?? ووئېل د ای ګورنمنټ استعمال سره کارکردګی ښه كيدې شي او وخت هم بچت كيدې شي۔ د?? ووئيل د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د سپيكر په حیثیت ما دا ټیکنالوجی رامخې ته کړې وه د كومې چې ښې نتيجې رامخې ته شو??۔ د?? سپارښتنه وكړه د قامی اسمبل?? سیکټريټ كښې دې هم د ټیکنالوجی زياتولو له ګامونه پورته كړې شي ۔ سپیکر سپارښتنه وكړه چې د ای ګورنمنټ په اړه دې كار تند كړې شي او دا بايد لا موثره كړې شي۔