اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي﴾د پارلمان ??بل?? اكاؤنټس كمېټۍ د فېډرل بورډ آف ريونيو(اېف بي آر)د اربونو روپو د ټېكس په عدالتونو كښې پھ ځنډ مقدمو اندېښنه ښودلې او پريكړه يې كړی چې ??بل?? اكاؤنټس كمېټي به پھ دې لړ كښې چيف جسټس ته خط ليكي او خواست به كوي چې ماتحت عدالتونو ته دې د دې مقدمو زر تر زره د ترسره كولو هدايت وكړی شي۔ د ??بل?? اكاؤنټس كمېټۍ چيرمېن خورشيد شاه وئېلي دي چې كه رياست او ادارې كمزورې شي او خلك طاقتور شي نو دا ډېر خطرناك صورتحال دے٬د اربونو روپو د وصولۍ مخ نيوي لپاره په لس لكه روپۍ وكيل كولو سره د امتن??ع حكم ترلاسه كولې شي٬بايد عدالتونه هم د امتن??ع حكم وركولو په وخت فكر وكړي۔د كمېتۍ غونډه د زيارت په ورځ د پي اے سي چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړو راجه جاوېد اخلاص٬سردار عاشق حسېن ګوپانګ٬شاهده اختر علي٬صاحبزاده نذير سلطان٬سيد نويد قمر٬ډاكټر غذرا فضل او د اعظم سواتي پشمول د اړوند سركاري ادارو چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د اېف بي آر د 16-2015 او د 17-2016 د آډټ اعتراضاتو جاج واخستلې شو۔د آډټ چارواكو د ??بل?? اكاؤنټس كمېټۍ ته ووئيل چې حبيب كنسټركشن كمپنۍ د كال 2014 نه د يو ارب 30 كروړه روپو ټېكس قومي خزانه كښې نه دې جمع كړی او د لا??ور هائي كورټ څخه يې د امتن??ع حكم ترلاسه كړی۔كمېټۍ اېف بي آر ته هدايت وكړو چې هغه دې يو ښه ليګل ټيم سره په عدالت كښې د دې كيس پيروي وكړي۔آډټ چارواكو ووئيل چې د اېن اېل سي پشمول د كنسټركشن د بېلا بېلو كمپنو پھ ذمه انكم ټېكس بقاياجات دي٬پي اے سي ووئيل چې څوك هم د قانون نه بالا تر نه دي۔د دوه كلونو نه پھ دې معامله كښې ه??څ پرمختګ نه دې شوے