اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې٬ رېونيو او اقتصادي چارو ډويژن سلاكار ډاكټر مفتاح اسمعاعيل د نړيوال بانك مېنجنګ ډائرېكټر/ چيف اېګزېكټو آفيسر مس كرسټالينا جيورجيوا سره ملاقات وكړو۔ په ??ې موقع د وزيراعظم سلاكار په پاكس??ان كښې د نړيوال بانك پورټ فوليو سره سره د سباؤن په پروژو هم رڼا واچوله۔ ده هغه د تېرو پنځو كلونو په مهال د پاكس??ان د مجموعي اقتصادي كاركردګې څخه هم خبره كړه او وې وئيل چې د روان مالي كال په مهال هم پاكس??ان د مجموعي قومي پېداوار د شرح نمو هدف په ??رلاسه كولو كښې بريالې شوے او دا پرمختګ به راتلونكې كال هم روان وي۔ د نړيوال بانك مشرې د پاكس??ان حكومت لخوا په ??صلاحاتي اېجنډا د عمل كولو اقدامات وستائيل او د پرمختيائي اېجنډې مخ په وړاندې بوتللو لپاره ئې د نړيوال بانك لخوا مرستې باور وركړو۔ د وزيراعظم سلاكار د پاكس??ان او هند ترمېنځه د اوبو څخه د برېښنا د پروژو جوړولو په ??ړه د شخړو په پلو هم د نړيوال بانك د مشرې پام راوګرځولو او غوښتنه ئې وكړه چې نړيوال بانك دې د سندھ طاس لوظنامې له مخې ??پل كردار ترسره كړي۔ د وزيراعظم سلاكار نورو مشرانو سره هم ملاقاتونه وكړل۔