پاكستان د سوريې په دوما ښار كښې د كمياوي وسلو د بريدونو په تناظر ك??ې ټولو ډلو ته د ملګرو ملتونو د منشور په ضد د اقدام كولو نه په ډډه كولو ټينګار كړے۔ د راډيو پاكستان له مخې د خارجه دفتر وياند په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې پاكستان په نړې كښې د هر يو هې??اد لخوا د كمياوي وسلې د كارولو غندنه كوي۔ وياند ووئيل ??ې د كمياوي وسلې د استعمال حقائق د تحقيقاتي ادارې د لارې رامخې ته كول ضروري دي۔ وياند ووئيل ??ې پاكستان د سوريې اولس سره همدردي لري كوم چې په خپل هې??اد كښې اوسني كړكېچ سره مخ دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې ټولې ډلې به د سوريې د اولس ستونزې ختمولو لپاره په سمدستي توګه د دې مسئلې حل ولټوي۔