اسلام آباد ۔ 14 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو ٬ منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي د حكومت په هلو حلو هېواد د پرمختګ په لار روان شوې۔ 5 كاله وړاندې نړيوالو ادارو پاكستان تر ټولو خطرناك هېوا?? ګرځولو۔ 5 كاله پس هم دغه ادارې پاكستان يو رامخې ته كېدونكې معيشت ګرځوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د شورؤ په ورځ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات ٬ مارټن ډو او نېټ شل تر سېوري لاندې “لیډرز ان اسلام آباد” بز??س سمټ ته خپل خطاب كښ?? وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د وژن 2025ء ترمخه به د پاكستان شمېره د نړۍ په 25 لويو معيشتونو كښ?? كېږي۔ موجودہ حکومت هېواد كښ?? د توان په ستونزه قابو موندلې۔ ده ووئيل سی پېک يوه ګېم چېنجر منصوبه ده چې ورسره د روزګار نوې موقعې رامخې شوي ۔ ده ووئيل حكومت د تېرو 66 كلونو په مقابل كښ?? 10 زره مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښ?? شامله كړې۔ ده ووئيل هېواد كښ?? د اعلی تعلم په وده د 36 اربه روپو څخه زيات فنډز مصرف كولې شي او په راتلونكي بجټ كښ?? به دا 50 اربه روپو ت?? رسولې شي او د هېواد په ټولو ضلعو كښ?? د پوهنتونونو سب كېمپس جوړولې شي۔ ده ووئيل حكومت كوئټه څخه تر ګوادر سړك جوړولو سره د 40 ساعتو سفر 8 ساعتو ته رارسولې ۔ ده ووئيل چین فائبر آپټیکل به ګلګت بلتستان څخه تېرېږي٬ دغلته به سافټ ویئر پارکس جوړېږي۔ د ګلګت بلتستان اولس به نوې ټېکنالوجۍ ته نزدې شي۔ احسن اقبال ووئيل سي پېك كښ?? د كېدونكې سرمايه كارۍ 80 فيصد برخه د توان په څانګه ده۔ د سی پې?? په سوب د توان په اړه د پاكستان په تاريخ كښ?? تر ټولو زياته د 35 ارب ډالرو سرمايه كاري شوې۔ احسن اقبال ووئيل د تھر سكرو قدر او قيمت د سعودي عربستان او ايران د تېلو څخه زيات دے۔ په کول مائننګ او د تھر په منصوبو چين سرمايه كاري كوي تر دې دمه په تھر كول كښ?? د 5 اربه ډالرو سرمايه كارۍ ته حتمي شكل وركړې شوې۔ ده ووئيل د سي پېك په معامله كښ?? د قامي ګټې سودا نه ده شوې ۔۔ ده ووئيل وخت راغلې چې مونږ د جنګ جګھړو سياست په ځائې د معاشي پرمختګ سياست خپل كړو او پرمختګ لاره هواره كړو