ډېووس 25 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي پاکستان د شل كروړه اولس لوي ماركيټ لري٬ كوم چې كاروباريانو او سرمايه كارو لپاره پرانستې پروت دے٬ زمونږ كلنه اقتصادي شرح نمو نزدې 6 فيصده ده٬ پاكستان كښې جمهويت وده مومي ٬ مونږ د سي پېك د لارې د منطقې هېوادونو ترمېنځه رابطو ته وده وركوٶ او د ختيز او لويديز پشمول ?? نړۍ ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ډېووس كښې د خبري كنفرنس په مهال خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع خارجه وز??ر خواجه محمد آصف، د اطلاعات او خپرونو دوهمه وز??ره مریم اورنګزېب، د آئي ټي دوهمه وز??ره انوشه رحمان ٬ د نېشنل هېلته سروسز دوهمه وز??ره سائره افضل تارړ او د وز??راعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل د چين ون بېلټ ون روډ پروګرام له مخې هېواد كښې د سي پېك روانو منصوبو څخه پراخه اقتصادي هلې ځلې پېل شوې ۔ ده ووئيل پاکستان كښې جمه??ري?? مضبوطېږي او جمهوري عمل د يوې لسيزې بشپړېدو په صورت تاريخ جوړوي۔ چین او امریکې سره د پاكستان د اړيكو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې وز??راعظم ووئيل پاكستان دواړو هېوادونو سره ښې اړيكې لري او دې اړيكو ته پاكستان ډېر اهميت وركوي۔ ده ووئيل مونږ ختيز او د لوېديز پشمول ټولو هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو۔ وزیراعظم ووئيل د سي پېك ??ه يوازې پاكستان ته ګټه نه رسي بلكې دې څخه به ټوله منطقه استفاده وكړي او دا ?? نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره پرانسته ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل پاکستان د چين اولس مشر د رابطه كارۍ وژن په هر فورم رامخې ته كړې٬ ون بلېټ ون روډ پروګرام څخه به د دې منطقې سره سره په سباٶن كښې نوره نړۍ هم ګټه پورته كولې شي