اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د كر??مس بنيادي روح دا دے چې خوشحالې وويشل شي او ټول انسانيت سره مينه وكړې شي٬ د پاكستان حكومت د مذهب٬ عقيدې او يقين نه پرته د ټولو وګړو مساوي او يو ډول آزادي مقدسه ګڼي٬ د كر??مس په موقع ??پلو ټولو مسيحي وروڼو ته مباركي وركوم۔ د كر??مس په موقع په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې يسوع مسيح د ټولو انسانانو په نېك او پاك ژوند تېرولو كښې لارښونه كړې او دوي ته ئې وئيلي دي چې د خدائ نه رحمت طلب كړي۔ وزيراعظم په دې موقع ?? ترهګرې په ضد جنګ كښې د مسيحي وروڼو قربانيو ته پېروينه وړاندې كړه۔ ده ووئيل چې يسوچ مسيح د امن٬ ورورولې ??و محبت تعليمات او خيالات ټول انسانيت لپاره دي۔ ده ووئيل چې مونږ يوه داسې ټولنه جوړولو لپاره پوخ عزم لرو چرته چې د اختلاف رائې احترام وكړې شي٬ يو قوم چې پكښې برداشت او همغږي وي او يو رياست چې پكښې ټول وګړي يو ډول حقوق ??و موقعې ولري۔ ده ووئيل چې مونږ په خپلو مسيحي وروڼو فخر كوو٬ ??غو?? زمونږ د كثيرالثقافتي سياست لازمي جزو دي او زه باور لرم چې ??غو?? به د پاكستان په پرمختګ او خوشحالې كښې روان كردار لا ګړندې كړي۔