اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به د القدس شریف پحقله د او آئي سي مشرانو په غونډه كښې ګ??ون كوي كومه به چې په 13م دسمبر د تركيې په استنبول ښار كښې كېږي۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ د جاري شوې بيان له مخې د غونډې نه وړاندې به د خار??ه وزيرانو د كونسل غونډه كېږې چې پكښې به د پاكستان خار??ه وزير خواجه آص?? ګډون كوي۔ دا غېر معمولي د مشرانو كنفرنس د تركيې اولس مشر د او آئي سي د سمټ صدر په حېث رابللې چې پكښې د زياتره او آئي سي غړو ګډون متوقع دے۔ کنفرنس كښې به د امريكائي انتظاميې لخوا د امريكې سفارت د تل ابيب نه يروشلم ته د منتقل كولو په اوسنۍ پرېكړه غور او خوض كولې شي۔ د او آئي سي مشران به د دې صورتحال مقابلې له طريقې هم لټوي۔ و??یراعظم شاهد خاقان عباسي به فلسطیني وروڼو لپاره د پاكستان د حكومت او اولس جذبات رسوي۔ ھغه به په او آئي سي كښې د القدس شريف په مسئله متفقه موقف خپلولو او د امريكې په انتظاميه خپلې پرېكړې له په نظر ثانۍ كولو زور رواړي