پاكستان او هند د جوهري تنصيبات فهرستونو تبادله كړې

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) پاكستان او هند د جوهري تنصيبات او فيسيلي ټيشن فهرستونو كلنه تبادله كړې ده ۔د خارجه دفتر وياندې لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې د پاكستان او هند ترمينځه په جوهري تنصيبات او فيسيلي ټيشن د بريدونو ممانعت لوظ نامه د نورو خبرو سره دا باوري كوي چې دواړه هېوادونه د هر كلينډر كال د جنورۍ په وړومبۍ نيټه د خپلو جوهري تنصيبات او فيسيلي ټېشن په اړه يو بل خبروي۔بيان له مخې په دې لوظ نامه 31 دسمبر كال 1988 كښې لاس ليك شوے او دا لوظ نامه د جنورۍ 27مې نېټې كال 1991 نه نافذالعمل ده ۔د لوظ نامې آرټيكل II له مخې پاكستان د جوهري تنصيبات او فيسيلي ټيشن فهرست په رسمي توګه د ګل په ورځ خارجه وزارت اسلام آباد كښې د هند هائي كمېشن استازي ته سپارلے دے ۔دې سره د هند خارجه وزارت د هند جوهري تنصيبات او فيسيلي ټېشن فهرست هم نوې ډېلي كښې د پاكستان هائي كمېشن استازي ته وركړے دے ۔د لوظ نامې له مخې دواړه هېوادونه د يكم جنوري 1992 څخه د فهرستونو تبادله كوي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں