دعا كوو چې نوې كال د هېواد خوشحالۍ او سوكالۍ كار وي۔ د نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ پېغام

image

اسلام آباد 01جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق كاكړ د نوي كال (2024) په مناسبت قوم له د مباركي وركولو په مهال وئيلي دي چې زه د الله تعالى په دربار كښې دعا كوم چې كال 2024 زمونږ د هېواد پاكستان لپاره د پرمختګ او سوكالۍ كال ثابت شي۔ موږ د نوي کال مبارکي په ډیر سادګۍ سره لمانځو او خپلو فلسطیني وروڼو او خویندو سره د يووالي څرګندونه كوو ، مونږ نوی کال په ساده ډول له خپلو فلسطینیو وروڼو او خویندو سره د يووالي څرګندولو په خاطر لمانځو او د پاکستان حکومت نوي کال د هر ډول په دستورو بنديز لګولې۔ده ووئيل د نوي كال په پېل كښې د الله تعالى په دربار كښې دعا كوم چې 2024 كال زمونږ د هېواد پاكستان لپاره د سوكالۍ او سوكالۍ كال وي۔ زه امید لرم چې په نوي کال کښې به مونږ د خپل انفرادي او اجتماعي ژوند د ښه کولو لپاره هڅې وکړو او د روښانه سباؤن پلو به ګامونه پورته کړو۔وزیراعظم ووئیل چې د نوي کال پیل د پاکستان او ټول قام لپاره مهم دې دی ځکه چې په هېواد کښې د امن او سوکالۍ مزل تنډغ سره مخ په وړاندې روان دې ۔ زه باور لرم چې چې پاکستان به د تير وخت څخه زيات د یو امناكه او قوي اقتصادي هیواد په توګه رامخې ته شي ۔وزیراعظم ووئیل چې دعا كوم چې كال 2023 كښې نړۍ د امن او قدرتي آفتونو كومو بحرانونو سره مخ وه په هغې قابو موندلو كښې مثبت پېش رفت وشي۔د كال 2023 تر ټولو غمجنه برخه د فلسطین په مظلومو وګړو د اسرائيلي بربريت.ؤ ٬ د پاکستان ټول قام او مسلمانان په غزه او لویدیزه غاړه کښې د مظلومو فلسطینیانو په ځانګړې توګه د معصومو ماشومانو په قتل عام او د بے ګناه فلسطینیانو د نسل كشۍ سخته غندنه كوي۔ ده ووئيل هيله لرم چې نړۍ به د كال 2024 په مهال فلسطین كښې د ا من لپاره په اسرایئل زور راوړي او د روانو ظلمونو مخنيوي له به كردار ترسره كړي ۔ ده ووئيل زه باور لرم چې كال 2024 كښې به د کشمیر مظلوم ولس د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه کولو لپاره د نوی كاميابو پلو لاړ شي۔ ده ووئيل د نوي کال په مناسبت د هېواد شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې کوم، د هغوى کورنيو سره د يووالي څرګندونه كوم، لوے څښتن دې شهيدانو له لوړو درجې وركړي ۔ ده د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره هم دعا اوكړه ۔ ده ووئيل راځئ چې د نوې كال پیل کښې دا لوظ وكړو چې دا هیواد دبه قائداعظم پاکستان په جوړولو کښې خپل كردار ترسره كوو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں