اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي چې د ګلګت بلتستان پسماندګي لرې كولو لپاره به حكومت هر ډول اقدامات كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی ګلبار خان ملاقات كړې۔ وزيراعلٰی په دې موقع وزيراعظم ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركولو سره د نيكو هيلو څرګندونه كړې۔ وزيراعظم ووئيل چې ګلګت بلتستان د سېلګرۍ پراخه استعداد لري كوم څخه چې په بشپړه توګه ګټه نه ده پورته كړی شوې٬ د ګلګت بلتستان پسماندګۍ لرې كولو لپاره به حكومت هر ممكنه اقدامات كوي۔ د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی وزيراعظم ته د ګلګت بلتستان دورې او قانون ساز اسمبلۍ ته د خطاب بلنه وركړې كومه چې وزيراعظم قبوله كړی۔ وزيراعظم ووئيل چې ډېر زره به د ګلګت بلتستان دوره وكړم او د ګلګت بلتستان پوهنتون زده كوٶنكو سره به ملاقات كوم۔ وزيراعلٰی وزيراعظم د ګلګت بلتستان انتظاميې چارو او مسئلو نه خبر كړو۔ وزيراعظم وزيراعلٰی ته باور وركړو چې وفاقي حكومت به د ګلګت بلتستان مسئلو حل او هلته د خلقو پرمختګ لپاره هر ممكنه اقدامات كوي۔ ده ووئيل چې د ګلګت بلتستان اولس ډېر مېلمه دوست دي د كومې چې ما څو ځله پخپله تجربه كړې