اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د فضائي خدماتو لوظنامه اے اېس اے شوې۔ د پاكستان سول اېوي اېشن اتهارټۍ (سي اے اے) ډائريکټر جنرل خاقان مرتضيٰ او د سعودي عرب لخوا د جنرل اتھارټي آف سول ايوي ايشن (جي اے سي اے) صدر عبدالعزيز الدويلج په لوظنامه لاسليك وكړو۔ د لاسليك په دستوره كښې د لنډمهاله وزيراعظم هوابازۍ لپاره سلاحكار فرحت حسېن ملك، د سعودي د حج او عمره وزير ډاکټر توفيق بن فوزان الربيعه، د مذهبي چارو لنډمهاله وزير انيق احمد، په پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي او د پاكستان او سعودي چارواكو ګډون كړې۔