پاكستان سياسي او معاشي استحكام پلو روان دے ٬ مسعود خان

image

نیویارک۔17 اګست(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان وئيلي دي چې پاكستان سياسي او معاشي استحكام پلو روان دے۔ په دې موقعه د نيويارك ميئر ايرك اېډمز ووئيل پاكستان يو عظيم هېواد دے٬ باوقاره اولس لري۔ د جشن آزادۍ په موقعه پاكستاني سفير پاكستانې بېرغ او د نيويارك ميئر ايرك اېډمز امريكائي بېرغ ورپولو۔ مسعود خان تېره ورځ په امريكائي ښار نيويارك كښې د آزادۍ دستورې ته خطاب كښې ووئيل چې مونږ لپاره دا د درناوي خبره ده چې نن يو شمېر پاكستانيان د امريكا په شهري حكومت كښې خپل خذمات ترسره كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستاني وګړي دې دې ډنډورو ته پام نه ګرځوي چې د پاكستاني نژاد امريكائي وګړو د پاكستان په معيشت باور پاتے نه شو۔ده ووئيل په پاكستان خپل باور له لاسه مه وركوۍ ٬ امريكا ستاسو وطن او پاكستان مو مورنې وطن دے او دا مضبوطه رشته به كله هم ختمه نه شي۔ ده ووئيل پاكستاني نژاد امريكائي وګړو تېر مالي كال كښې پاكستان ته 3 بلينه ډالرو لېږلي وو او هم دومره زر مبادله يۍ د روان كال په مهال هم لېږلې ده۔ پاکستانی سفیر په دستوره كښې په ګډون كولو د ميئر نيويارك مننه كولو سره ووئيل ماته په دې خبره درناوې ترلاسه دې چې يو شمېر پاكستانيان د امريكا په شهري حكومت كښې خپل خذمات ترسره كوي۔ په دې موقعه د نيويارك ميئر ووئيل په نيويارك كښی بېلو سيمو ٬ تهذيبونو او مذهبونو سره تعلق لرونكي ژوند كوي او دلته چې كوم خلق مېشته دي دوئي د نړيوالو مسئلو حل كولو له د يو بل تجربو څخه د زده كړې كولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل مونږ تېر څو كلونو څخه دلته پاتې كېږو او د اسلاموفوبيا په ضد او د هغه خلقو په ضد جنګ كوؤ كوم چې دوئي څخه په بدل لباس كښې ژوند كوؤنكو بريدونه كولو كښې خوښي لري۔

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں