د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان ساورن ويلتھ فنډ جوړولو لپاره غونډه

image

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان ساورن ويلتھ فنډ جوړولو لپاره غونډه د جمعې په ورځ شوې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬د اېس اي سي پي چيئرمېن عاكف سعيد او د خزانې وزارت او اېس اي سي پي سينئر افسرانو ګډون كړې۔ د خزانې وزير د مالي كال 2024 وفاقي بجټ په تقرير كښې د پاكستان ساورن ويلتھ فنډ جوړولو اعلان كړی وو چې بنيادي مقصد يې د نړيوال معيار او پالېسو له مخې د پاكستان حكومت اثاثو ښه انتظام او انصرام دې۔ پبلك فنانس منيجمنټ ايكټ 2010 له مخې دا ډول فنډ جوړولې شي۔ په غونډه كښې د فنډ جوړولو لپاره تكنيكي چارو او مسودې ته د حتمي شكل وركولو جاجواخستې شو۔ په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې مسوده به د ضروري قانوني عمل لپاره د قانون او انصاف وزارت ته لېږلې شي۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں