اسلام آباد 11جولائی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې غذائي تحفظ او كركيلې سره اړوند قامي سېمينار كومه معمولي دستوره نه وه٬د كركيلې څانګه زمونږ د اقتصادي پرمختګ تر ټولو لويې محرك جوړېدے شي٬ خليجي هېوادونو څخه د كركيلې په څانګه كښې په راتلونكو څلور نه تر پنځه كلونو كښې د څلوېښت ارب ډالر سرمايه كارۍ سره به څلوېښت لكه نوې ملازمتونه رامخې ته شي٬قرضونو څخه خلاصې موندلو سره به معيشت مضبوط كړو۔ د نهې په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل د كركيلې او فوډ سيكورټي قامي سيمينار كښې ما د ګرين انقلاب د بنياد په توګه د كركيلې څانګې ښه كولو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل خليجي هېوادونو څخه هر كال مونږ د څلوېښت ارب ډالرو خواركي توكي او د كركيلې مصنوعات درآمد كوو ۔د حكومت عزم د اسپیشل انویسټمنټ فیسیلی ټیشن کونسل (اېس آئي اېف سي)لاندې خليجي هېوادونو څخه د پاكستان د كركيلې په څانګه كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري راوړل دي كومې لپاره چې ګامونه پورته كړې شوې دي۔ده ووئيل ګرين انقلاب به د پاكستان اقتصادي پرمختګ لپاره د كركيلې څانګې لويې محرك جوړولو سبب وګرځي چې ورسره به غذائي تحفظ ترلاسه او قومي سلامتيا قوي شي۔ده ووئيل مونږ په ځايې وسائلو انحصار كولو او قرضونو څخه خلاصې موندلو سره معيشت مضبوطول غواړو او مونږ ټول به كه پاك پروردګار ته منظوور وي په ګډه دا مقصد ترلاسه كوو