وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان سره د سوئټزرلېنډ خارجه وزير اګنازئيو كاسيس وليدل

image

اسلام آباد۔8جولائی (اے پی پی)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان سره د سوئټزرلېنډ خارجه وزير ايګنازيو کيسس وليدل او د موسمياتي آفتونو، د بېړنيو مرستې کاروائيو او بيا بحالۍ په اقداماتو کښې د همکارۍ په اړه يې خبرې اترې وکړې، ملاقات کښې په پاکستان کښې د سوئس سفير جارج سټينر هم موجود وو۔ د ملاقات نه وړاندې د پاكستان او سوئټزرلېنډ ترمېنځه د مرستې يو يادښت هم لاسليك شو۔ د موسمياتو د بدلون وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سناتورې شېري رحمان د سوئټزرلېنډ د خارجه وزير ايګنازيو کاسيس سره ليدلي دي۔ وفاقي وزيرې شېري رحمان د موسمياتي بدلونو مخنيوي او ماحولياتي همكارۍ ته وده وركولې له د دواړو هېوادونو د مشتركه عزم څرګندونه كولو سره هېواد ته په پېښو ماحولياتي مسئلو ٬ كائمېټ فنانس او د حكومت په فعاله اقداماتو او منصوبو رڼا واچوله۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر د وېنا لمخې د جولائي اوومه نېټه تر ټولو ګرمه ورځ وه٬ دې زياته كړه چې پاكستان تر 2025م پورې د اوبو له كمښت سره مخ كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ ګليشيئرز په تندۍ سره ويلې كېږي٬ دا مهال په لاهور کښې د سختو بارانونو مشاهده كوؤ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں