باجوړ كښې امنيتي ځواكونو په انټيلي جنس اطلاعاتو عمليات٬ درې ترهګر ووژل شول

image

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) باجوړ كښې امنيتي ځواكونو په انټيلي جنس اطلاعاتو عملياتو په مهال درې ترهګر وژلې شوې دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونو د باجوړ په عنايت قلعه كښې د ترهګرو د موجودګۍ په مصدقه اطلاع انټيلي جنس بېسډ آپرېشن وكړو او د امنيتي ځواكونو او ترهګرو ترمېنځه د ډزو تبادله وشوه٬ د ډزو په نتيجه كښې د شفيع پشمول درې ترهګر ووژل شول او دوي څخه په لويه كچه وسله او ګوله بارود هم برآمد كړې شول۔ د آئي اېس پي آر له مخې ترهګر د امنيتي ځواكونو په ضد او د بې ګناه وګړو په قتل كښې ملوث وو٬ په سيمه كښې د ترهګرو خاتمې لپاره كليئرنس عمليات جاري دي ٬ د سيمې اولس د ترهګرۍ خاتمې لپاره بشپړه مرسته كړې

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں