اسلام آباد۔14فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د سركاري چارواكو لخوا د اولسي شكايتونو په وخت اورېدو كښې د تاخير كولو سخت نوټس اخستے دے او د جدي او فعاله كاركردګۍ نه ښودونكو سركاري چارواكو په ضد كارروائي شوې ده۔ د اتوار په ورځ د وزير اعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پنجاب چیف سېکرېټری ماتحت د 1586 افسرانو د ډېش بورډ كره كتنه وكړې شوه او د وزيراعظم پرفارمنس ډېليوري يونټ رپورټ وزيراعظم ته وړاندے كړے شو۔ د رپورټ له مخې 263 افسرانو ته د كاكردګۍ په بنيادي وارننګ او 7 سركاري افسرانو ته شوكاز نوټسز جاري كړې شوي۔ د وزیراعظم آفس لخوا 833 افسرانو ته د محتاط پاتې كېدو وئيلي شوي۔ دغسې 111 افسرانو نه سپيناوې غوښتلې شوې۔ وزیراعظم آفس د 403 سرکاری افسرانو د كاركردګۍ ستائنه كړې۔ د رپورټ له مخې د اطلاعاتو٬ كركيلې ٬ اېكسائز او د آبپاشۍ سېكرټريز ته مراسله جاري كړې شوې ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وزيراعظم د كابينې غونډې په مهال د سركاري افسرانو د ناقصه كاركردګۍ نوټس واخست۔ وفاقي وزيرانو هم د بېوروكرېسي د غېر جدي رويې شكايت كړې وو۔ د وزیراعظم آفس لخوا د لاهور ٬ ګجرات او شېخوپوره په شمول د پنجاب 20 ډپټي كمشنرز ته مراسلې استولې شوي دي په كومو كښې چې هدايت شوے چې ټولو افسران دې خپله كركاردګي پياوړې كړي۔ د رائيونډ ٬ ليه ٬ جهنګ ٬ بورېواله ٬ صادق آباد ٬ ننكانه صاحب او د پنډي ګھیب په شمول 43 اسسټنټ كمشنرز ته شوكاز نوټسز جاري كړې شوي دي۔ د وارننګ لېټر جاري كولو مقصد ټولو افسرانو ته خبردارې وركول دي۔ د وزیراعظم آفس وېنا ده چې د وزيراعظم دوژن له مخې اولس ته آسانۍ وركولو له ګامونه پورته كولې شي۔