پاك بحريه د محفوظ جهازرانې باوري كولو او د مېري ټائم په څانګه كښې د معاشي چارو زياتولو عزم لري۔ د پاك بحريه وياند

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) پاك بحريه د محفوظ جهازرانې باوري كولو او د مېري ټائم په څانګه كښې د معاشي چارو زياتولو عزم لري۔ د پاك بحريه وياند له مخې په پاك بحريه كښې د جون 21مه نېټه د هائيډرو ګرافي نړيواله ورځ ولمانځل شوه۔ هائيډرو ګرافك چارې په قومي معيشت كښې د پائيدار اضافې موثره ذريعه وي۔ د مېرين او مېري ټائم څانګې د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار دے۔ دغسې د هېواد په مجموعي تجارت كښې د سمندري لارو او جهازرانې مهم كردار دے۔ د بحري وسيلو د لټون په لړ كښې د هائيډرو ګرافك چارو ګټه په نړيواله توګه يو منل شوے حقيقت دے۔ د پاك بحريه وياند له مخې د پاكستان نېوي هائيډرو ګرافك څانګې د پاكستان كانټيننټل شېلف په اضافه كښې مهم كردار ترسره كړے چې ورسره هېواد 50 زره مربع كلوميټر په سمندر كښې اضافي سيمه ترلاسه كړې۔ د هائيډرو ګرافي د نړيوالې ورځې په مناسبت پاك بحريه د هائيډرو ګرافك چارو په اړه يوه وېډيو هم جاري كړې۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں