د غټ ميا صېب د ناروغتيا د ډرامې هم كلائمكس رامخې ته كېدونكې دے

image

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د غټ ميا صېب د ناروغتيا د ډرامې هم كلائمكس رامخې ته كېدونكې دے٬بهر هېواد كښې د علاج كولو درخواست نه ثابته شوه چې ميا صېب د زندان نه خلاصې او لندن ته تلل غواړي٬مريم اورنګزېب د كرپټ ډلې ويانده ده٬د هغې ترجماني د پاپړو خرڅونكي څخه ترلاسه كېدونكې اربونه روپۍ نه شي پټولې٬بلاول صېب كه ته د روزمره څيزونو نرخونه اووئې نو دا به د كومې معجزې نه كمه نه وي٬بلاول صېب ستا د اولس د دړد احساس لرل هم د كوم تعجب نه كمه نه ده٬غريبانان نن ځكه غريب دي چې د دوي په وسائلو دواړو ګوندونو ډاكې اچولې دي۔د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل چې څوك غلا او زورورتيا ليدل غواړي نو د مخالفې ډلې لارښودو او وياندو وېناګانې او بيانونه دې ا وګوري٬تاسو د مزو سره ژوند كوۍ٬د بنيادي ضروري څيزونو د نرخونو نه څه خبر يې۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پاكستان د اوسنو معاشي حالاتو ذمه واره د پي پي پي او(ن)ليګ غلطې پالېسۍ دي۔بلاول صېب ته د غريبانانو دړد له چغې نه وهې بلكې په اولس مسلط كېدو له د خلقو نادانه كولو هڅې كوې۔د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ووئيل د پاكستان اولس شعور لري٬دوي مورثي سياست رد كړې ٬بلاول كه د اولس د غريبۍ او د ګرانۍ احساس لري نو خپل پلار او ترور ته دې اووئي چې لوټ كړی دولت بېرته وركړي۔دې ووئيل شاه محمود قرېشي د وزيراعظم عمران خان د ډلې غړے دے ٬ تاسو كه د كرپشن د ماحول نه رابهر شې او د شاه محمود قرېشي شاګردي اختيار كړې

مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں