د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه

image

اسلام آباد 14 فروري(اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان دورې په اړه د تيارو جاج اخستې شوې۔ د سعودي ولي عهد د لوړ اختياراتي پلاوي سره د فرورۍ 16مې نيټې څخه د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره راځي۔ وزیراعظم د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان پاكستان ته په رارسېدو د دروند هركلي ٬ پاكستان كښې د مصروفياتو او د ګرانو مېلمنو لپاره د شوو نورو انتظاماتو پخپله جاج واخست۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل سرمايه كارۍ او د كاروبار ودې لپاره به ټولې آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل آسانه وېزه او كاروبار لپاره د ټولو ضروري آسانيو وركړه باوري كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان به په منطقه كښې امن لپاره خپل بشپړ كردار دوامدار ساتي۔ ده ووئيل دې نوې پاكستان ته د ټولې نړۍ سترګې دي۔ په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن، غلام سرور خان، عبدالرزاق داؤد، یوسف بېګ مرزا، افتخار درانی، خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه، د اطلاعات٬ د خزانې ٬ داخله سېكترانو٬ د آئي اېس پي آر ډي جي٬ د سرمايه كارۍ بورډ او نورو لوړ پوړو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں