د المان سفير د پاكستان پوسټ په خدماتو د بشپړه اعتماد څرګندونه وكړه٬ د پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد ستائنه

image

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) په پاكستان كښې د المان سفير مارټن كوبلر د پاكستان پوسټ په خدماتو د بشپړه اعتماد څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې په دې خوشحاله شوے يم چې پاكستان پوسټ د سامان رسولو د باور وړ اداره جوړه شوې۔ د سماجي رابطې په وېب پاڼه په خپلو تاثراتو كښې ده ووئيل چې ده د پاكستان پوسټ د لارې په برلن كښې خپلې كورنۍ ته ډالې لېږلې وه۔ ده په ډاكخانه كښې په غوره اسانيو او د ملازمينو لخوا په ښه سلوك د پوسټل سروسز وفاقي وزيرمراد سعيد ستائنه وكړه او د ده مننه ئې هم وكړه

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں