خېبر پختونخوا كښې د پوليو مخنيوي درې ورځنې مهم نن پېل كېږي۔ د مهم په مهال به 70 لكهه كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتنې قطرې وركولې شي

image

اسلام آباد ۔ 20 جنوری (اے پی پی)) خېبر پختونخوا كښې د پوليو مخنيوي درې ورځنې مهم نن ګل ورځې څخه پېل كېږي۔ د مهم په مهال به 70 لكهه كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتنې قطرې وركولې شي۔ د راديو پاكستان راپور ترمخه د خېبر پختونخوا د روغتيا وياند وئيلي چې د مهم په مهال به تر 5 كالو عمر ماشومانو ته پوليو څخه د ساتنې قطرې وركولې شي۔ ده ووئيل دې مقصد لپاره 31 زره ډلې جوړې كړې شوي دي كوم به چې كور په كور ګرځېدو سره كوچنيانو ته قطرې وركوي۔ ده ووئيل چې د پوليو ډلو حفاظت له د قانون نافذ كوؤنكو ادارو 30 زره څخه زيات اهلكار به په ځائې كولې شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں