د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د چين مرستيال خارجه وزير كونګ ژوآن ژو سره خبرې

image

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان او چين ژورې كلتوري٬تاريخي او په اداره جاتي كچه اړيكې لري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې اوس په سدا بهار ستراتېژېكي مرسته او شركت بدلې شوې دي٬د وزيراعظم عمران خان لخوا د چين اوسنۍ كاميابه دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه په دوه اړخيزه تاريخي اړيكو كښې ډېر مهم حېثيت لري۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د چين مرستيال خارجه وزيركونګ ژوآن ژو سره په خارجه وزارت كښې د ملاقات په مهال وكړې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د چين مرستيال خارجه وزير ته د پاكستان او چين د دوه اړخيزه سياسي مشاورت په كاميابۍ مباركي وركړه۔ده ووئيل پاكستان او چين ژورې كلتوري٬تاريخي او په اداره جاتي كچه اړيكې لري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې اوس په سدا بهار ستراتېژېكي مرسته او شركت بدلې شوې ۔خارجه وزير ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لاره د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو يوه بله څرګندونه ده۔ده د سي پېك له مخې پروژې د دواړو هېوادونو د مشرانو د وژن له مخې د ترسره كولو د عزم څرګندونه وكړه۔خارجه وزير ووئيل هغه د چين٬افغانستان٬پاكستان د خارجه وزيرانو په دوهمه درې اړخيزه غونډه كښې كومه چې د دسمبر په پنځلسمه نېټھ په كابل كښې كېږي٬د ګډون كولو خوښي لري٬د چين مرستيال خارجه وزير په دې موقع ووئيل چين پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه په اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه او په سياسي٬اقتصادي٬دفاعي او كلتوري څانكو كښې يې د اړيكو په لا ټينګولو زور راوړو۔ده د قامي پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې او په دې لړ كښې يې د خپل حكومت لخوا د بشپړ ملاتړ باور وركړو۔دواړو مشرانو په سيمه ايز صورتحال او د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه چارو هم خبرې وكړې۔دواړو مشرانو د پاكستان او چين ترمينځه د ستراتېژېكي رابطه كارۍ په پراخه كولو او په ټولو كچو د روابطو په زياتولو هم اتفاق وكړو

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں