هندې سرلښكر د جارخانه بيانونو نه ډډې كولو او په سوچ سره خبرو كولو ته اړتيا لري

image

اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) پاكستان د اجمل قصاب په اړه د هند سرلښكر په بيان غبرګون ښودلو سره وئېلي دي د هند سرلښكر د جارخانه بيانونو نه ډډه كولو او په سوچ فكر سره خبرو كولو ته اړتيا لري ٬د پاكستان صبر او زغم دې كمزورې ونه ګنلې شي٬هند په خبرو اترو كولو كښې سنجيده نه دے٬داسې صورتحال كښې مخ په وړاندې تګ ممكن نه دې٬د پاكستان او روسيې ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې په تندۍ سره مخ په وړاندې روانې دي٬امريكې د پاكستان د استخبارات په بنياد د ترهه ګرو په ضد يو شمېر كامياب عمليات كړی چې پكښې يا خو ترهه ګر نيولې شوي يا وژلې شوي۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلا بېلو پوښتنو په ځواب كښې د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل پاكستان هند سره د كشمير پشمول په ټولو چارو خبرو له چمتو دے خو هند په خبرو اترو كښې سنجيده نه دے٬ ده ووئېل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع هند پاكستان سره د خبرو اترو نه پخپله وروستو شوې۔وياند ووئيل مونږ خپلې هڅې روانې ساتلې خو د ځوابي غبرګون نشت والي له امله مخ په وړاندې تګ ممكن نه دې۔ رد خارجه دفتر وياند ووئيل د هند د دړكو نه به په هېڅ صورت مرغوب نشوو۔ هندې سرلښكر د جارخانه بيانونو نه د ډډې كولو سره په سوچ او فكر خبرو كولو ته اړتيا لري۔وياند د هند د پڼجاب وزيراعلٰی بيان رد كړو ا و وې وئېل بايد هند په راتلونكو ټاكنو كښې ګټې لپاره په خپلو كورنيو ستونزو كښې پاكستان ښكېل نه كړي۔وياند ووئيل هند د بحر هند نيول سمپوزيم ګڼ اړخيزه فورم كښې پاكستان ته قصدا ً د ګډون كولو بلنه نه ده وركړی خو پاكستان د ترهه ګرۍ پشمول په ټولو مهمو معاملو په خبرو كښې ګډون كولو لپاره تل هند له بلنه وركړې۔وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل په نوي ډېلي كښې د پاكستان هائي كميسون 3838 سكھ ياتري ته په مذهبي رسوماتو كښې د ګډون كولو په غرض ويزې وركي۔هند سره د كرتار پور پولې په اړه به زر ښه خبر در كړو۔ د امريكائي اولس مشر د بيان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل امريكې د پاكستان د انټلي جنس معلوماتو په بنياد د ترهه ګرو په ضد يو شمېر كامياب عمليات كړی چې پكښې يا خو ترهه ګر نيولې شوي يا وژلې شوي۔ د پاكستان او روسيې اړيكو په اړه وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د پاكستان او روسيې ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو كښې په تندۍ سره مثبت پرمختګ كېږي او په راتلوونكو ورځو كښې به دا اړيكې لا مستحكمې شي

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں