راولپنډي چېمبر آف كامرس د ډېم فنډ ته 50 لكهه روپو عطيه وركړه ۔ د اوبو ذخيرو جوړولو پلو حكومت بايد تر ټولو اول پام وكړي۔ راولپنډي چېمبر صدر

image

پېنډۍ ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) د راولپنډی چیمبر آف کامرس صدر ملک شاهد سلیم وئيلي دي د اوبو لويو ذخيرو نه جوړولو سره په سباؤن كښې پاكستان كښې د اوبو كمي مسئله رامخې ته كېدې شي۔ د اوبو ذخيرې جوړولو پلو بايد حكومت تر ټولو وړومبې پام وكړي۔ راولپنډی چېمبر آف کامرس د وزیراعظم عمران خان او چیف جسټس ثاقب نثار لخوا د ډېم فنډ جوړولو او د اوبو ساتنې له د خبرتيا مهم او هڅو ستائنه كوي۔ يو بيان كښې ده ووئيل چېمبر آف كامرس په دې فنډ كښې بشپړه برخه اخستې ده۔ په دې لړ كښې د راولپنډی چېمبر آف كامرس پلاوي وزيراعظم سره ملاقات وكړو او ده ته ئې ډېم فنډ له د چېمبر لخوا د 50 لكه روپو چېك وركړو۔ وزیراعظم عمران خان بزنس کمېونټۍ ته باور وركړو چې په معاشي ستونزه به ډېر زر قابو ومومو۔ ده ووئيل د تېر وخت ناوړه پالېسيو په سبب په اقتصادي مېدان كښې چېلنجونو سره مخ يو او لوئې لوئې قومي ادارې خساره كښې روانې دي۔ بلخوا هېواد په قرضونو كښې ګېر شوې دې۔ ده ووئيل حكومت اېكسپورټ زياتولو او خساره كمولو له په يوه بشپړه حكمت عملۍ كار كوي

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں