اېف بي آر د هېواد په معيشت كشې د ملا د تير حثيت لري،د اېف بي آر آټوميشن او ډيجيټلائزېشن ته حكومت پام لرنه كوي۔وزيراعظم

image

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې اېف بي آر د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حثيت لري،د اېف بي آر آټومېشن او ډيجيټلائزېشن ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزير اعظم د خالي په ورځ د فيډرل بورډ آف ريونيو هيډكوارټر دوره وكړه۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب ، وزير مملكت علي پرويز ملك او د فيډرل بورډ آف ريونيو چيئرمېن ملك امجد زبير ټوانه د وزيراعظم هركلے وكړو۔وزيراعظم د اېف بي آر د شهيدانو په يادګار د ګلونو ډالۍ كېښودله او فاتحه خواني ئې وكړه۔په دې موقع وزير اعظم ووئيل اېف بي آر د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حثيت لري،د اېف بي آر آټومېشن او ډيجيټلائزېشن ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔وزيراعظم ويب بيسډ ون كسټمز سسټم په جديد ډول روانولو له په سمدستي توګه 2 اربه روپۍ جاري كولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم ته د اېف بي آر په روانو اصلاحات بريفنګ وركرې شو۔وزيراعظم د اوږدې مودې د ډيجيټلائزېشن تګلاري څخه خبر كړې شو،د پاكستان كسټمز ټول سروسز د جديد تقاضو له مخې ډيجيټلائزېشن تندۍ سره روان دے۔وزيراعظم ته د اېف بي آر تاجر دوست موبائل ايپلي كيشن وړومبي پړاؤ په بشپړيدو بريفنګ وركړې شو۔وزير اعظم ته وئويل شول چې اېف بي آر د تاجر دوست موبائل ايپلي كيشن خود كار نظام اډانه چې پكښې په كور كښې ناستې سره ټيكس نظام كښې رجسټريشن نه تر ټيكس جمع كولو ټول عمل كښې سهولت وركړې شوي۔جديد ټيكنالوجي استعمال سره د ټيكس وركولو صلاحيت لرونكو 49 لكهه كسان په ګوته شوې دي۔وزير اعظم د اېف بي آر چيئرمېن ته د ټيكس بيس زياتولو او په ګوته كولو كسان په سمدستي توګه ټيكس نيټ كښې راوستلو او فلور ملز مالكانو سره په ګډه ټول جائز مسئلو حل كولو سپارښتنه وكړه۔بريفنګ كښې وفاقي وزيرانو احد خان چيمه ، محمد اورنګزيب ، اعظم نذير تارړ، وزير مملکت علي پرويز ملك ،د پلاننګ کمېشن ډپټي چيئرمېن جهانزيب خان ، د اېف بي آر چئيرمېن ملك امجد زبير ټوانه ، د اېف بي آر او نورو اړوندو ادارو افسرانو هم ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں