حکومت هېواد كښې نيغ په نيغه بهرنۍ سرمايه كاري زياتولو له په كوټلي پالیسۍ عمل درآمد کوي۔د وزیراعظم شهباز شریف د کابیني غونډي ته وينا

image

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) وفاقی کابیني د ماحولیاتی بدلون ناوړه اثرات څخه بچ كيدو او د هنګامی صورتحال مخنيوي لپاره نېشنل اډاپټیشن پلان (قامی موافقت پلان ) 2023 ، د احتساب عدالتونو تنظیم نو ، قامی بھنګ پالیسی له حتمی شکل وركولو لپاره د کمېټۍ اعلان ، سرمایه کارۍ ته ودې لپاره د ترمیمی بل مسودې ، د صارفین د ډیټا تحفظ او د انفارمیشن سسټم غیر قانونی استعمال مخنيوي لپاره د ای سیفټی بل منظوری وركړې ده۔ وزیراعظم غونډې ته خپله وېنا كښې وئيل حکومت په هېواد كښې نيغ په نيغه بهرنۍ سرمایه کاری زياتولو لپاره په كوټلي پالیسی عمل درآمد کوي، آذربائیجان سره د ایل این جی لوظنامه به د توان تحفظ لپاره كاميابه وګرځي۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې وزیراعظم هاؤس كښې د وفاقی کابیني غونډه وشوه۔په غونډه كښې وزیراعظم ووئيل حکومت په هېواد كښې نيغ په نيغه بهرنۍ سرمایه کاری زياتولو له په كوټلي پالیسۍ عمل درآمد کوي۔د دې پالیسۍ مقصد په هېواد كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ په مرسته په منصوبو د كار رفتار ګړندې كول دي۔ وزیراعظم آذربائیجان سره د ایل این جی معاهدې ته حتمی شکل وركولو د مصدق ملك كاميابې هڅې وستائلې۔ وزیراعظم ووئيل دا لوظنامه نه يواځې د آذربائیجان او پاکستان ترمينځه تجارتی اړيكو ودي لپاره بلكې د پاکستان د توان سلامتیا لپاره به هم مهمه ثابت شي۔ وفاقی کابیني د انفارمیشن ټیکنالوجی وزارت په سفارش د صارفینو ډيټا تحفظ او د انفارمېشن سسټم ناوړه او غیر قانونی استعمال مخنيوي لپاره د ای سیفټی بل 2023 اصولی منظوری وركړه۔ وفاقی کابیني د انفارمېشن ټیکنالوجی اینډ ټیلی کمیونیکیشن وزارت په سفارش د پرسنل ډېټا پروټېکشن بل 2023 هم اصولی منظوری وركړه۔ د قانون ترمخه به د صارفینو نجی کوائف٬ ډیټا محفوظولو او د دوئي د شكايتونو ازالې لپاره نېشنل کمېشن فار پرسنل ډیټا پروټیکشن جوړولې شي كوم به چې د يو دیوانی عدالت حیثیت لري۔ وفاقی کابینې په پاکستان كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودي لپاره د سرمایه کاری بورډ آرډیننس2001 ترمیمی بل مسودے منظوری وركړه۔ د قانون منظورۍ نه پس به خصوصی سرمایه کاری سهولت کونسل په هېواد كښې د بهرنۍ سرمایه کارۍ په منصوبو تندۍ سره عمل درآمد باوري كوي۔ وفاقی کابیني د نشه اي توكو مخنيوي وزارتِ په سفارش قامی بھنګ پالیسی مندرجات له حتمی شکل وركولو لپاره د دفاع وفاقی وزیر خواجه محمد آصف په مشرۍ كښې يوه وزارتی کمېټی جوړه كړه دا کمېټی به خپل سفارشات د کابینې راروانه غونډه كښې وړاندې كوي۔ وفاقی کابیني د قانون او انصاف وزارت ِ په سفارش د احتساب عدالتونو تنظیمِ نو منظوری وركړه۔ وفاقی کابیني د سوئی ناردرن ګیس پائپ لائن بورډ آف ډائریکټرز تشکیل نو منظوری وركړه۔ وفاقی کابیني د اسلام آباد هیلتھ کیئر ریگولیټری اتھارټی سلیکشن کمېټۍ غړو تقررۍ منظوری هم وركړه۔ وفاقی کابیني د موسمي بدلون وزارتِ په سفارش د قامی اډاپټیشن پلان 2023 منظوری وركړه۔د پلان ترمخه به حكومت د نورو شراكتدارو سره په ګډه داسې اقدامات کوي چې ورسره به نه يواځي د خطرو په اړه وړاندې څخه اطلاع ترلاسه كولو بلكې د هنګامی صورتحال مخنيوي لپاره كوټلي ګامونه پورته كول هم شامل وي۔ وفاقی کابیني د موسمي بدلون وزارتِ په سفارش اسلام آباد كښې د ځنګلي ځناورو او قدرتی اثاثو تحفظ لپاره اسلام آباد كښې د ځنګلي ځناورو او قدرتی اثاثو تحفظ ایکټ 2023 د کابینه کمېټی لیجسلیټو کیسز ته د لېږلو منظوري وركړه۔ وفاقی کابیني د كورنيو چارو وزارتِ په سفارش ایګزټ کنټرول لسټ كښې د نامو اچولو او وېستلو منظوري وركړه۔دې نه ځانله کابیني د د دې خبري منظوري هم وركړه چې كه پاسپورټ کنټرول لسټ او ایګزټ کنټرول لسټ كښې د نامو شمولیت وجه يوه وي نو اېګزټ کنټرول لسټ څخه نامي وېستلو سره سره به د پاسپورټ کنټرول لسټ څخه هم وېستلې شي۔ وفاقی کابیني د اقتصادی رابطه کمېټۍ د 24 جولائی 2023 غونډه كښې د شوې پرېكړو توثیق وكړو۔وفاقی کابیني د لیجسلیټو کیسز کابینه کمېټی په 6، 7،21 او 25 جولائی 2023 شويو غونډو كښې د پرېكړو هم توثیق وكړو۔وفاقی کابیني د نجكارۍ لپاره د کابینه کمېټۍ د 10جولائی 2023 په غونډه كښې د شوي پرېكړو توثیق وكړو۔ وفاقی کابیني د حكومتونو ترمينځه مرستي لپاره د کابینه کمېټی د 10جولائی 2023 په غونډه كښې د شويو پرېكړو توثیق وكړو

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں