اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي)د جے یو آئی مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې سویډن څخه رامخې ته شوي اطلاعاتو له مخې دغه ملعون تن يو ځل بيا د قران پاك بےحرمتی کړې ده،دا د ټولو مسلمانانو لپاره د غندني وړ فعل دې او دې سره په اسلامي نړۍ كښې تشویش پيدا شوي۔ مولانا فضل الرحمان په خپل يو ټويټ كښې وئيلي چې اوس به د دې مخنيوي كول وي ځكه چې دا د نړۍ د امن په ضد سازش دې۔ ده علماﺀ او خطباﺀ ته غږ وګړو چې د جمعي لمونځ په اجتماعاتو كښې د دې غندنه وكړي او د جمعیت علما اسلام ټول ذمه داران او کارمندان د جمعي لمونځ نه پس د دې په ضد مظاهرے وكړي