د ميرټ پاليسي به پاكستان يو ستر هيواد جوړ كړي٬ د اولس خير ښيګړه زمونږ لومړۍ ترجيح پاتې شوې٬ كوم قام د ميرمنو نه غير پرمختګ كولے نه شي٬ د وزيراعظم د ليپ ټاپ سكيم دستورې ته خطاب

image

سیالکوټ۔16جولائی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د ميرټ پاليسي به.پاكستان يو عظيم هېواد جوړ كړي، روان مالي کال كښې به يو لاک طالبعلمانو ته ليپ ټاپ ورکولې شي، د اولس خېر ښېګړه زمونږ اولنۍ ترجيح ده، هيڅ قام د مېرمنو نه بغير ترقي نه شي کولے، که اولس بله موقعه راكړي هر زده کوونکي ته به لپ ټاپ وركړؤ٬ آئي اېم اېف سره د لوظنامې له امله د روپۍ قدر كښې ښه والې رامخې ته شوې٬ د پټروليم مصنوعاتو بيې ټيټولو سره مو اولس ته ريليف وركړے٬ معيشت به پياوړے شي قرضو څخه به خلاصې ترلاسه شي۔ د اتوار په ورځ په ګورنمنټ کالج وومن يونيورسټئ سيالكوټ كښې د ليپ ټاپ سکیم دستورې ته خطاب كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاكستان با استعداده انجونو سره په ملاقات راته خوشحالي شوې ٬ خواجه آصف سره زما ملګرتيا د دې كالج د طالبعلمۍ دور څخه ده۔ د وزيراعظم يوتھ پروګرام انجونو زده كوؤنكو ته د ليپ ټاپ وركول د هغوي د وړتيا اعتراف دے دا كوم احسان نه دے۔ ده ووئيل په مېرټ لېپ ټاپ وركړې شوي دي په دې كښې كوم سفارش ته نه دي كتلې شوې۔ ده ووئيل نړۍ هم ددې پالېسۍ په بنياد پرمختګ كړې دې۔ ده ووئيل دا لېپ ټاپ منصوبه په 2011 كښې پېل كړې شوه۔ ده ووئيل د روان مالي كال په مهال د 100 زره لېپ ټاپ وېشلو منصوبه ده۔ ده ووئيل مونږ د خوراکي توكو ٬ دوايانو او د پټروليم درآمد كولو اجازه وركړه۔ دا زمونږ ترجيحاتو وو۔ ده ووئيل طالبعلمانو لپاره مو د دې لېپ ټاپس په درآمد كولو 45 ملين ډالر مصرف كړي۔ ده ووئيل مونږ پاکستان اېجوکیشن انډومنټ فنډ جوړ كړے دے۔ مېرمنې اختيارمندې جوړولو له د روان مالي كال په بجټ كښې 5 اربه روپۍ اېښودلې شوي دي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت به راوانه مياشت كښې خپله موده ترسره كړي٬ دې څخه وروستو چې كوم هم حكومت راځي هغه دې د زده كړو لاره كښې كوم خند ودرېدو ته نه پرېږدي۔ ده ووئيل كه د نواز شريف په مشرۍ كښې مونږ ته موقعه راكړې شوه نو په كال 2011 كښې مو چې كوم انقلاب پېل كړے وو هغه به پايې ته رسوؤ۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره مو لوظنامه وكړه چې ورسره روپۍ مستحكم شوه او هم له دې كبله مو د پټرولیم مصنوعاتو بيې ټيټې كړې۔ ده ووئيل د كركيلې٬ آئي ټي او ټېكسټائل په شمول په هره څانګه كښې پرمختګ لپاره بنيادي شرط خواري ده۔ وزیراعظم په دې موقعه زده كوؤنكو انجونو له لېپ ټاپس وركړل۔ دستورې ته د دفاع وزير خواجه آصف او د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد هم خطاب وكړو۔ په دې موقعه د قومي اسمبلۍ غړي هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں