ځوانان زمونږ سباٶن دے٬ د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ كنجي د دوي په لاس كښې ده٬ د ماضي غلطيو نه زده كړه كولو سره به مخ په وړاندې تګ كول وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په بهاٶ الدين زکريا يونيورسټۍ كښې دستورې ته وېنا

image

ملتان 13 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې ځوانان زمونږ سباٶن دے٬ د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ كنجي د دوي په لاس كښې ده، د ماضي غلطيو نه زده كړه كولو سره به مخ په وړاندې تګ كول وي٬ كه بيا لپاره حكومت ترلاسه شو نو يو لك نه بلكې 50 لكه لېپ ټاپ به تقسموم، تېر حكومت په لويو صنعتكارو كښې درې اربه ډالره وېشلې دي٬ كه دا رقم په تعليم خرڅ كړې شوې وي نو نن به آئي اېم اېف سره مراجعه كول نه ٶ٬ د شپې او ورځې محنت كولو سره به قرض اخستونكې نه بلكې قرض وركوٶنكې قام جوړېږو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ده د زيارت په ورځ بهاٶ الدين زکريا يونيورسټۍ كښې د سوئيلي پنجاب تعلق لرونكو صلاحيت لرونكې ځوانانو ته د وزيراعظم يوتھ لون سکيم له مخې چېک او لېپ ټاپ تقسيمولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيره مريم اورنګزېب، د پنجاب ګورنر انجينئر بليغ الرحمن، لنډمهاله وزيراعليٰ محسن نقوي او د وزيراعظم د ځوانانو چارو مرستياله شيزه فاطمه، عطاتارړ سره سره استاذان او په لويه كچه زده كوٶنكي موجود وو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل دې په پوهنتون كښې ما وړاندې هم په مېرټ زده كوٶنكو له لېپ ټاپ وركړې وو او نن بيا دا موقع ترلاسه ده چې ذهين زده كوٶنكو كښې لېپ ټاپ تقسمووم۔

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں