قامی اسمبلۍ بشري قاچاق كښې ككړ كسانو په ضد د كاروائي كولو سپارښتنه

image

اسلام آباد 17جون (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف په یونان كښې په مبینه ډول د بيړۍ په پېښه كښې په حق رسيدليو كسانو پېښه يوه ناوړه پېښه ګرځولو سره بشري قاچاق كښې ككړ كسانو په ضد د کارروائی كولو سپارښتنه كړې ده۔د خالي په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د جماعت اسلامی غړي عبدالاکبرچترالی د اعتراض په نكته ووئيل په یونان كښې د بيړۍ په پېښه كښې په مبینه ډول ګڼ شمير پاكستانيان په حق رسيدلې دي۔ده ووئيل د بشري قاچاق مخنيوي لپاره تر اوسه څه شوې دي،د دې پېښي دې نوټس واخستلې شي۔سپیکر ووئيل دا يوه ناوړه پېښه ده ، بشري قاچاق يو ناوړه جرم دې، زه غواړم چې حكومت د دې نوټس واخلي او ككړ كسانو په ضد كاروائي وكړې شي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں