اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف په بجټ تقرير كښې د استاذانو په حقله په خپلو ټكو معذرت كړې او د قامي اسمبلۍ سپيكر د ايوان كاروائۍ څخه دغه ټكي حذف كړي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په ذاتي وضاحت د دفاع وزير خواجه آصف ووئيل لوے څښتن هغوي محفوظ ساتلي٬ لويې څښتن دې ټول عمري له هغوي په خپل حفاظت او امان كښې وساتي٬د لوے څښتن چې څومره هم مننه وكړې شي كمه ده۔ ده ووئيل څو ورځې وړاندې ما تقرير كړې و چې پكښې د وائس چانسلر په حقله خبره شوې وه٬ وائس چانسلرانو زما په يو ټكي احتجاج كولو سره سپيكر ته خط ليكلې٬ زه خواست كوم چې هغه لفظ دې كاروايۍ څخه حذف كړې شي٬زه په خپل هغه لفظ افسوس كوم او زه د استاذانو د زړه نه احترام كوم۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل ما دا خط په مېډيا ليدلې تراوسه زما وړاندې نه دې راغلې٬ ته يو لويے سياستوال يې تا معذرت وكړو٬د استاذانو احترام مونږ ټول كوو٬استاذان د نوې نسل تربيه كوي۔سپيكر د خواجه آصف د تقرير څخه هغه لفظ حذف كړو