د توان وفاقی وزیر خرم دستګیر خان او د وزیراعظم د معيشت او توان کوآرډینیټر بلال اظهر کیانی په سوهاوه كښې د 132 کلوواټ نوي جوړ شوي ګرډسټیشن پرانسته وكړه

image

اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د توان وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان او د وزیراعظم د معیشت او توان کوآرډینیټر بلال اظهر کیانی په سوهاوه كښې د 132 کلوواټ نوي جوړ شوي ګرډسټیشن پرانسته كرې ده۔دا منصوبه 39 کروړه 10 لکهه روپۍ لګښت سره په 32 کناله رقبه جوړه شوي دې سره به د قامی اسمبلۍ حلقه این اے 60، سوهاوه او اس خوا او شا سيمو كښې 36000 صارفینو ته په كم وولټیج او برېښنا تعطل تسونزو سره په مستقل بنیادونو نجات ترلاسه شي۔ دې ګرډ سټیشن ته به 500 کلو واټ نیو رواټ ګرډ سټیشن او 132 کلو واټ کالاګجراں (جهلم) ګرډ سټیشن څخه برېښنا وركولې شي۔ د پرنستي دستوري ته وينا كښې د توان وفاقی وزیر ووئيل موجوده حکومت 3800 میګاواټ د هېواد ایندھن څخه پيدا كيدونكې نوي برېښنا سسټم كښې شامل کړې ده، تھر كښې 4 كلونو راهسې بند كړې شوي د برېښنا پیداوار او ترسیل منصوبې بشپړ كړې شوي،د مسلم لیګ (ن) د پرمختګ مزل بيا پيل شوې،2018 نه تر 2022 دلته غریب دښمن او د پرمختګ دښمن حکومت ؤ كوم چې څه نيت نه لرلو نه ئې صلاحیت لرلو هغوي يواځي د تباهۍ او مخالفین زندان ته د لېږلو ايجنډا لرله، د اولس او پارلمان طاقت سره به د غریب دښمن او پرمختګ دښمن حکومت حتم شوي۔ده ووئيل په هېواد كښې د موټرویز او سړکونو منصوبو سره د اولس د ژوند معيار ښه شوي او دا يواځي د میاں نواز شریف او شهباز شریف کارنامه ده۔ده ووئيل كله چې سسټم او انتظامی معاملات كښې ښه والې راشي نو برېښنا بيعه به هم كمه شي،د آئیسکو زيان كښې كمې راغلې، سسټم ښه والي سره به د برېښنا زيان كم شي او د دې ګټه به اولس ته ورسي۔په دې موقع د وزیراعظم د معیشت او توان کوآرډینیټر بلال اظهر کیانی ووئيل د ګرډ سټیشن په منصوبه د پروزیراعظم او د تو ان وزير مننه كوم،د نواز شریف په حکومت كښې د برېښنا پیداوار زيات شوې،تير حكومت يو میګاواټ برېښنا په سںټم كښې نه ده شامل كړي۔ده ووئيل د وګړو مسئئلي په ترجیحی بنیادونو حل كوو۔نوي ګرډ سټیشن جوړيدو سره ګجر خان ګرډ سټیشن څخه به د برېښنا بوجھ منتقل کړې شي دې سره به 11 کلوواټ سوهاوه کچهری ، 11 کے وی جنډمهلو، 11 کے وی شاه سفیر، 11 کے وی شاه دھمیك، 11 کے وی ګھوړی دھمیك، 11 کے وی مین بازار او 11 کے وی نوي خانقاه برېښنا موجوده نیټ ورك ته ګټه وشي

مضمون کا ماخذ : bolão quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں