ګوادر 19 فروري (اے پي پي) وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د روان كال تر جون مياشتې به د ايران او افغانستان په پوله د ازغن تار لګولو كار ترسره شي٬تجارت او آمدورفت به آسانولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د پاك ايران پولې فضائيې معائنې په موقع په خبرو كښې وكړه۔داخله وزير په څلور ورځنۍ دوره بلوچستان ته رسېدلے چرته چې هغه د ګوادر٬تربت٬مند او ريديګ سرحدي سيمو فضائيې معائنه وكړه۔داخله وزير بلوچستان كښې د اوس جوړ كړي رمدان_ګبد پاكستان ايران ټرېډګېټ وے دوره هم وكړه۔هغه د پاكستان او ايران ترمينځه د تجارتي سامان ترسيل سره د اړوندو آسانيو جاج واخست۔داخله وزير ووئيل د پاكستان او ايران په سرحدي بارډر د ازغن لګولو كار 40 فيصده بشپړ شوے