د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه٬د سي پیك په بېلو پروژو پېشرفت٬

image

اسلام آباد ۔ 2 اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د اعلٰی پاې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ٬وفاقي وزير خسرو بختيار٬د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان٬د سائنس او ټېكنالوجي وزير چوهدري فواد حسېن٬د رېلوے وزير شېخ رشيد٬د سمندري چارو وفاقي وزير علي زيدي٬د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د پېټروليم لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال نديم بابر٬سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبير ګېلاني او نورو سينئر افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د سي پیك په بېلو پروژو پېشرفت٬د معيشت نورو مهمو څانګو كښې د چين سره دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو غور اوشو۔د سائنس او ټېكنالوجي وزير ډيجيټل پے منټ٬بيټري سټورېج ريسرچ٬د زرعي آلاتو مينو فيكچرنګ٬د ډرون ټېكنالوجي٬سولر سيل مينو فيكچرنګ او نورې مهمې څانګې په ګوته كولو سره ووئيل د جديدې ټېكنالوجي ودې او مهمو څانګو پرمختګ لپاره د پاك چين دوه اړخيزه مرستې ته د پراختيا وركولو موقعې شته۔د منصوبه بندۍ وزير خسرو بختيار غونډه د سي پېك ترمخه د روانو پروژو پېشرفت او په بېلو پروژو د عملدرآمد رفتار تندولو په حقله اقداماتو څخه خبر كړه۔د رېلوے وزير شېخ رشيد د سي پیك مهمې پروژې مين لائن/ ون تراوسه پېشرفت او د منصوبې د ثمراتو څخه ګډون كوونكي خبر كړل۔غونډې ته وزيراعظم ووئيل سي پیك پروژه د پاك چين ملګرتيا څرګندونه ده۔ده ووئيل د سي پیك پروژو په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كول او د منصوبو په وخت بشپړولو ته حكومت پام لرنه كوي۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې راروانو څو ورځو كښې د چين دورې او قيادت سره ملاقاتونه به د پاك چين ملګرتيا لا مستحكمولو او دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له مرستياله وګرځي

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں