خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اسلامي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو غونډه كښې ګډون لپاره جده ته ورسېد

image

اسلام آباد 28 مئی (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي) خارجه وزيرانو غونډه كښې ګډون لپاره د نهې پھ ورځ جدې ته رسېدلې دے ۔د جده په كنګ عبدالعزيز انټرنېشنل هوائي مېدان په رائل ټرمينل د سعودي خارجه وزارت چيف آف پروټوكول جمال ناصر٬په سعودي كښې د پاكستان سفير راجه علي اعجاز او د جده قونصليټ قونصل جنرل شهريار اكبر خان د هغه هركلے وكړو۔پھ دې موقع د سعودي رائل پروټوكول چارواكي هم موجود وو۔خارجه وزير به په او آئي سي هېوادونو خارجه وزيرانو غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔دا غونډه به د مئي په 29مه نېټھ كېږي ۔په غونډه كښې به د شريك مشاورت څخه اسلامي مشرانو كنفرنس مسوده٬”مكه اعلاميه”ته حتمي شكل وركولې شي۔د مشرانو كنفرنس سره سره د او آئي سي د رابطه ګروپ كشمير غونډه هم متوقع ده كومه چې خاص اهميت لري۔چې پكښې به د كشمير روان صورتحال جاج اخستلې شي

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں