اسلام آباد 12 فروری (اے پی پی )وزيراعظم عمران خان وئېلي دي مشكل حالات ضرور دي خو د هېواد سباؤن روښانه دے٬رېل د عام وګړي د مزل آسانه ذريعه ده٬د كوم پرمختګ ته چې پام لرنه كوو ٬د رېل نظام به د غېر ملكي شراكت د لارې مخ په وړاندې بوځو٬د غلا او كرپشن له امله د هېواد قرض په لسو كلونو كښې د 6 زره اربه نه 30 زره اربه روپو ته رسېدلې٬اېن آر اوز په خلقو كښې د احتساب يره ختمه كړې وه٬په رېلوے كښې د غلا او بدعنوانۍ ټول كيسونه بايد نېب ته ولېږلې شي۔د نهې په ورځ د پاكستان رېلوے لائيو ټريكننګ سسټم او د تهل ايكسپرېس پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل مونږ چې د كوم نوي پاكستان خبره كوو٬په دې كښې د عام وګړي ژوند آسانولې شي۔ټرين د عام وګړي آسانې لپاره دے٬مونږ له دا كتل دي چې په تېر وخت كښې ترجيحات څه وو او د عام وګړي د سفر آسانې ذريعې رېلوے ته څومره پام لرنه شوې٬ ده ووئېل دلته مالدارو لپاره آسانې پیدا كړې شوې خو چې كله مونږ د نوې پاكستان خبره كوو نو زمونږ ټول سوچ بدل شي چې عامو وګړو ته څنګه ګټه ورسولې شي او هغوي څنګه د ستونزو نه خلاص كړې شي۔ده ووئيل مونږ به د ټرانسپورټ دې نظام ته پرمختګ وركوو٬اوس خو زمونږ نزدېً 6 مياشتې شوي ٬زمونږ به هڅه وي چې مونږ د خپل ټرين نظام بلې درجې ته ورسوو۔په دې لړ كښې به بهرنيو سرمايه كارو سره په ګډه كار كولې شي۔وزيراعظم ووئيل د رېلوے تر ټولو ښه نظام په چين كښې روان دے٬وړومبې سي پیك يوازې د يو سړك نوم ؤ ٬مونږ يې په مكمل شركت بدلوو چې پكښې به كركيله كښې د مرستې او د ټېكنالوجۍ منتقلۍ پشمول د هرې څانګې مرسته زياتولې شي۔ دې سره به د هېواد معاشي حالات بهتر شي او برآمدات به زيات شي۔ عمران خان ووئيل د چين نه به د رېلوے نظام د اېم اېل ون پرمختګ له مرسته ترلاسه كولې شي۔دې سره به د ټرانسپورټ ټول نظام بهتر شي۔د كراچۍ نه تر پېښور سفر به په 8 ساعته كښې كېږي او عامو خلقو لپاره به آسانې پېدا شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په رېلوے كښې د غلا او كرپشن كيسونه په ګوته كړي٬بايد هغه دا كيسونه نېب ته ولېږي چې دغسې په راتلونكي كښې خلق د غلا او بدعنوانۍ نه يره كوي۔په تېرو لسو كلونو كښې چا سره هم يره نه وه ځكه چې دوي ته معلومه وه چې څوك يې نه شي نيولې۔ ده ووئېل د اېن آر او ون او ټو نه پس چا سره هم يره نه لرله هم دغه وجه ده چې په دې لسو كلونو كښې د هېواد مجموعي قرض د 6 زره اربه نه 30 زره اربه روپو ته رسېدلې۔د دې حالاتو له امله نن هېواد د سختو حالاتو سره مخ دے ۔وزيراعظم ووئيل مونږ په دې قرض هره ورځ 6 اربه روپۍ د سود په مد كښې وركوو كله چې مونږ ته وئېلي شي چې حاجيانو له سبسډي ولې نه وركړې كېږي نو بايد د دوي نه پوښتنه وكړی شي كه دوي هېواد پھ داسې حالاتو كښې نه ؤ پرېښې نه مونږ به حاجيان وړيا حج ته لېږل٬ څوك نه غواړي چې يو انسان ټول ژوند حج لپاره پيسې جمع كوي د هغه مرسته ونه كړې شي۔ده ووئيل كه سبسډي وركول وي نو د كينسر رنځورانو٬غريبانو او د تعليم څخه محرومو ماشومانو له ولې نه شي وركړې كېد ۔وزيراعظم د رېلوے پرمختګ لپاره د وفاقي وزير شېخ رشيد احمد هڅې وستائېلې او وې وئېل د لا خرڅونو كمولو ضرورت دے ۔د وزيراعظم هاؤس خرڅ 30 فيصده كم كړی شوې٬په دې لړ كښې يو آډيټر ذمه وار ګرځولې شوې چې په هر ډول خرڅ كښې كمې وكړې شي٬نن مونږ د چائے او بيسكټ نه علاوه نور څه نه وركوو ځكه چې په هېواد د قرضونو بوج پروت دے ٬ ده ووئېل د خرڅ كمولو لپاره ټولو وزارتونو ته هدايت شوې چې پھ دې كښې لږ تر لږه لس فيصده كمې وكړی شي۔ده ووئيل د ګيس په بلونو كښې اضافه هم په دې څانګه كښې د خرابۍ له امله ده ځكه چې د ګاز په څنګه د 157 ارب روپو قرض پورے دے او بانكونو هم دې ته د قرض وركولو نه انكار كړې۔په دې څانګه كښې هر كال د 50 اربه روپۍ غلا كېږي كومو خلقو چې داسې حالات پرېښي بايد دوي شرم وكړي۔ده ووئيل مونږ پريكړه كړې چې دوه كارونه كول دي يو خرڅ كمول دي او بل كرپشن ختمول دي۔ وزيراعظم ووئيل د الله كرم دے په دې هېواد كښې لويې صلاحيت شته ٬دا مخ په وړاندې تللې شي٬په دې وخت كښې مشكل حالات ضرور شته خو د هېواد سباؤن روښانه دے ۔وزيراعظم ووئيل هغه د رېلوے پرمختګ او د عام وګړي آسانيو لپاره په اقداماتو كولو شېخ رشيد احمد له مباركي وركوي۔ده باور وركړو چې څنګه د هېواد معاشي صورتحال لا ښه كېږي د رېلوے بجټ به مرسته كولو سره سره دې څانګې له بهرنۍ سرمايه كاري هم راوړو چې دغسې د عام وګړي له د سفر لا آسانې پوركړې شي۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم د پاكستان رېلوے ټرېكننګ سسټم او د تهل ايكسپرس پرانسته وكړه۔د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د رېلوے كاركردګۍ٬د ټرېكننګ سسټم اهميت او مقاصدو نه علاوه د تهل ايكسپرېس په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔په دې موقع وفاقي وزيران٬د پارليمان غړي او نور مهم شخصيات هم موجود وو