د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته د دفاع وزير پرويز خټك ٬ د دفاع سېكتر او دوهم سېكتر په لائن آف كنټرول د اړي ګړي په وضعه او نورو چارو ان كمېره بريفنګ

image

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) دفاع لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ ته په لائن آف كنټرول د روان اړي ګړي او چارو سره د لېفټېننټ جنرال (ر) اسد دراني د كتاب پحقله د پېدا شوو مسئلو په حقله دفاع وفاقي وزير پروېز خټك ٬ د دفاع سېكتر لېفټېننټ جنرال (ر) اکرام الحق او د دفاع دوهم سېكتر ان كېمره بريفنګ وركړو۔ په كمېټۍ كښې پرېكړه وشوه چې د افغانستان معاملو په حقله به راتلونكې غونډه كښې تفصيلي جاج اخستلې شي ۔ د دفاع لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونده د چيئرمېن سناتور محمد اعظم خان سواتي په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقیوم، شېری رحمان، انوار الحق کاکړ، مشتاق احمد، عبدالرحمن ملك، سجاد حسېن طوري، محمد جاوېد عباسي، مشاهد حسېن سید او د محمد طلحه محمود سره د دفاع وزیر پروېز خټك، د دفاع سېكتر او دوهم سېكتر اور نور اړوندو چارواكو ګډون وكړ

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں